د زمری د میاشتی 30 مه 1403 کال چی د 1446 کال د صفر د میاشتی له 16 سره سمون خوري، د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون اتمه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلی نور احمد آغا په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، مالیې او عدلیې وزارتونو، د استخباراتو د عمومي رياست، سترې محکمې او د فرمانونو او د حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه.
په پیل کې د همغږی عالي کمیسیون رئیس ښاغلی نور احمد آغا د کمیسیون قدر وړ غړو ته ښه راغلاست و ویل او د دی غونډی پرانیستونکی وینا کی یی د دی مجلس په ارزښت او اهمیت خبری وکړی او زیاته یی کړه چی د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو سره مبارزه د دولتونو او مالي تنظیم کوونکو بنسټونو له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي او دا کار د مالي اواقتصادي ټینګښت سربیره، د جرمونو په کمولو او په اوږد مهاله کې د هیواد د ثبات او دوامدار پرمختګ سره هم مرسته کولای شي.
همداراز ښاغلی نور احمد آغا و ویل چی د پیسو وینځلو، د نشه یي توکو له کاروبار او د غیر قانونی او غیر شرعی کړنو څخه لاسته راغلې عواید نه یوازی د هیواد اقتصادی او مالی سیسټم کمزوری کوی بلکه د جرمونو د زیاتیدو لامل هم کیږی او په دی برخه کې د قانون پلی کوونکی او اړونده دولتی ادارو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د همغږۍ عالي کمیسیون د رئیس تر خبرو وروسته د غونډې د ګډونوالو تر منځ د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو او یو شمېر نوی ګواښونو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله تر سره شوه، همدارنګه په تېر کال کې په دې برخه کې پر ګډو لاسته راوړنو او د راتلونکو فعالیتونو په اړه هم بحثونه تر سره شول.
باید وویل شي چې د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز له لوري د غونډې ګډونوالو ته د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو سره د مبارزې په برخه کې د تر سره شوو کړنو، ننګونو او لاسته راوړنو او د افغانستان غړیتوب په سیمه ایزه او نړیوال سازمانونو کی تفصیلی مالوماتي پرزنټیشن وړاندې شو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز په تېرو درېیو کلونو کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو سره د نړیوال منل شوي معیارونو په رڼا کي اغیزناکه مبارزه کړې ده.
د غونډی ګډونوالو او د بیلابیلو ادارو واکمن استازو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د پيسو وینځلو او نورو مالی جرمونون سره د مبارزی په برخه کي لا ډېر همغږی وکړي ترڅو په دې توګه تر ډیره بریده په اقتصاد کي د جرمی کړنو مخه ونیسي.